په هرات کې د جامع جومات له رغنیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۳
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د لوی جامع جومات د رغنیزو چارو له بېلابېلو برخو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال ولیدل شول چې د جومات د لوېدیځ لوري د دیوالونو او کمانونو هنګاف کاري روانه ده.
همدارنګه، د لوېدیځ او جنوبي برخو د خونو د فرش چارې د بیا کارېدونکو خښتو په وسیله دوام لري.
په همدې لړ کې، د جنوبي ایوان د خونو او کتیبو رغنیزې چارې هم روانې دي، او د اداري برخې اړوند د نوې جوړې شوې پخلنځي د فرش کاشي کاري په جنوبي برخه کې دوام لري.
همداراز، د جامع مدرسې د خونو د چتونو هنګاف کاري بشپړه شوې او دا مهال د دیوالونو هنګاف کاري او د فرشونو د زیرسازۍ چارې روانې دي.
د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم چارې د فرهنګي میراث د خوندي کولو او د تاریخي ارزښتونو د بقا لپاره مهمې بلل کېږي، چې په دې برخه کې دوامداره تخنیکي څارنه د کارونو د کیفیت د تضمین سبب ګرځي.
