په کابل کې د نیمه کاره ودانیو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار د بېلابېلو سیمو د نیمه کاره ودانیو له روان بهیر څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
یاده څارنه د لسمې ناحیې اړوند له شهید څلورلارې څخه د قلعه فتحالله د شپږم سړک پورې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د روانو ساختماني پروژو وضعیت له نږدې وارزول شو.
د ساحوي څارنې پر مهال، د ودانیزو پروژو منظور شوې نقشې د ساختماني چارو له موجود وضعیت او نافذه ښاري پلانونو سره پرتله شوې، څو د تخنیکي معیارونو او قانوني اصولو د رعایت کچه په دقیق ډول وڅېړل شي.
د ارزونې په ترڅ کې، هغه پروژې چې پکې د نافذه قوانینو او ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونو نښې لیدل کېدې، د لا زیاتې تخنیکي څېړنې لپاره تثبیت شوې. په همدې تړاو، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو له هر اړخیزې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت تر تثبیت وروسته، د اړتیا په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ټینګار کوي چې د دې ډول څارنو لړۍ به د کاري پلان له مخې دوام ولري او د ښار نورې سیمې به هم په نږدې راتلونکو ورځو کې تر پوښښ لاندې ونیول شي.
د دې څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت د بهیر پیاوړتیا ده.
