په لوګر کې د څرخ ولسوالۍ د اداري تعمیر چارې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۹
د لوګر ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د څرخ ولسوالۍ د اداري تعمیر د جوړولو له پروژه څخه څارنه تر سره شوه، چې په دوو پوړونو کې د اداري دفترونو او اړینو ملحقاتو په ګډون تطبیقېږي، تر دې مهاله یې چارو ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.
یاده پروژه د احاطوي دیوال، سپتیک څاه او د پاکو اوبو د سیستم په ګډون طرحه شوې، چې د کورنیو چارو وزارت له انکشافي بودیجې څخه د ۱۷.۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت تمویلېږي.
د پروژې د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې ده چې چارې به د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي. دا مهال د ساختماني کارونو بهیر د پلان مطابق روان دی او د مؤظف انجینري ټیم له لوري یې دوامداره تخنیکي نظارت او مراقبت ترسره کېږي.
د اداري ودانیو جوړول د محلي ادارو د کاري ظرفیت لوړولو، د خدماتو د معیاري کولو او د دولتي ادارو د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.
