جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۱۱/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی دی.
د دایمي مېشتېدنې کمېټې منشي، محترم انجنیر فهیم زکریا وایي، جوزجان ولایت کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو استوګنیزې نمرې ووېشل شوې، څو دایمي مېشتېدنه پیل کړي او خوندي چاپېریال ولري.
جوزجان ولایت کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو تر دې دمه (۱۰۰) سل استوګنیزې پنځه بسوه یي نمرې ووېشل شوې.
دغه لړۍ دوام لري او پر ټولو راستنو شوو او راستنېدونکو مهاجرو کورنیو به یوه یوه پنځه بسوه یي نمره ځمکه ووېشل شي.
دغه نمرې په یو منظم ډیزاین شوي ښارګوټي کې شامل دي، چې د یاد ښارګوټي په ډیزاین او طرحه کې د ژوند ټولو برخو ته بشپړه پاملرنه شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار کوي، چې پر راستنېدونکو مهاجرو دې د لیست له مخې په خپلو ولایتونو کې استوګنیزې نمرې ووېشل شي، ترڅو د مناسبې سرپناه مالکان شي.
