د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو
۱۴۴۷/۱۱/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.
دا مهم ګام د یاد ولایت د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ژوند د ښه والي، منظم مېشتېدو او ورته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.
د دغه پلان په اصلاح سره په یاد ښارګوټي کې (۱۲۲۸) استوګنیزې نمرې رامنځته شوې.
دغه پلان د عصري ښاري معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، چې په کې د استوګنې منظم بلاکونه، د څښاک پاکو اوبو سیستم، برېښنا، سړکونه، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، شنې ساحې او عامه خدمتونه شامل او ډیزاین شوي دي.
همدارنګه، د چاپېریال ساتنې اصول په پام کې نیول شوي، څو د دوامدار پرمختګ لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.
د دې پلان عملي کېدل به نه یوازې د مهاجرینو د سرپناه ستونزه هواره کړي، بلکې ورسره به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه هم وغوړېږي او د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته شي.
تمه ده چې د پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې دا ډول پروژې د ټول هېواد په کچه د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د ملاتړ په پار دوام لري.
