په بلخ ولایت کې د بهرنیو چارو ریاست د اداري او قنسلي ودانۍ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۵
په بلخ ولایت کې د بهرنیو چارو ریاست د اداري او قنسلي ودانۍ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري څارنه ترسره شوه.
یاده ودانۍ د بهرنیو چارو ریاست د وړاندیز پر بنسټ د یاد ریاست په ملکیت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري طرح او ترتیب شوې، او د منظور شوي پلان له مخې په دوو پوړونو او یوه تهکوۍ کې ویزه شوې ده.
له قرارداد وروسته د ودانیزو چارو عملي کارونه په ساحه کې په رسمي ډول پیل شوي، او د یاد ریاست د تخنیکي انجنیرانو له لوري یې دوامداره څارنه ترسره کېږي.
د یادولو ده، چې د پروژې د ودانیزو چارو پرمختګ تر دې مهاله ۶۰ سلنه بشپړ شوی دی.
