په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۱۱/۰۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
د سروې په بهیر کې، د ځمکې ارتفاعات، حدود، او نور تخنیکي مشخصات د عصري وسایلو په وسیله ثبت او تثبیت شول، چې دا معلومات د راتلونکو ساختماني پړاوونو لپاره بنسټیز ارزښت لري. دغه چارې د اړوندو انجنیرانو په همغږۍ او مسلکي نظارت سره ترسره شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د توپوګرافي سروې تر بشپړېدو وروسته به د یادې ساحې نقشې د وزارت د تخنیکي څانګو له لوري طرح او ډیزاین شي او د راتلونکو اجراآتو لپاره به اړوندې ادارې ته وسپارل شي.
د سروې او جي ای ایس تخنیکي فعالیتونه د دقیقو معلوماتو د برابرولو، د پروژو د معیاري طرحې او د منظم ښاري او تعلیمي پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
