هرات ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۱۸
هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د عامه امن د ۰۵ کنډک اړوند د یوې پروژې له چارو څارنه وکړه.
دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
د هرات ولایت گذره ولسوالۍ کې د عامه امن د ۰۵ کنډک اړوند د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه، په دغه ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو محترم ریاست په غوښتنه ترسره شوه، چې دمګړۍ یې ودانیزې چارې په دوهم پوړ کې روانې دي.
د څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته لارښوونې وشوې چې باید د منظور شوې نقشې مطابق د خښتو کار ته دوام ورکړي، د خښتو د اېښودلو پر مهال دې د خښتو بافت او منظم واټن په پام کې ونیول شي، د خښتو کار له بشپړېدو وروسته دې په منظم ډول اوبه ورکړل شي ترڅو د خښتو مقاومت زیات شي.
همدارنګه قراردادي شرکت ته ټینګار وشو چې پروژه دې د تخنیکي اسنادو او مشخصاتو له مخې او په لوړ کیفیت سره په خپل وخت کې تطبیق کړي.
