د فراه شیخ ابو نصر فرهي بندر لپاره د نفتي موادو د زېرمتون تفصیلي پلان جوړ او منظور شو
۱۴۴۷/۹/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې هغه تفصیلي پلان منظور او لاسلیک کړ، چې د فراه ولایت د شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د نفتي موادو د زېرمتون لپاره به عملي شي.
یاد پلان د دغه وزارت د تفصیلي پلانونو د جوړولو محترم ریاست له لوري جوړ او عملاً منظور او لاسلیک شو.
دا تفصیلي پلان د شیخ ابو نصر فراهی مرزمیل 78 بندر ساحې لپاره طرحه او نهایي شو چې له مخې به یې د نفتي موادو د زېرمتون عصري تاسیسات جوړ شي.
دغه تفصیلي پلان په شاوخوا ۱۰۲۲٫۳۷ جریبه ځمکه کې پلي کېږي او په کې ټول تخنیکي، امنیتي او چاپېریالي معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
د پلان له مخې به په یاد بندر کې د تېلو او نورو نفتي موادو د ساتنې لپاره لوی معیاري ټانکونه، د اور وژنې پرمختللي سیستمونه، د اوبو ځانګړي زیرمتونونه، اداري ودانۍ، د موټرو د تګ راتګ منظم سړکونه او د امنیتي کنټرول پوستې جوړې شي.
تمه ده چې دا پروژه به د نفتي موادو د خوندي زېرمتون تر څنګ د وارداتو او صادراتو بهیر هم منظم کړي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره به نوې کاري زمینې برابرې کړي.
