فراه کې د څه باندې سل کورونو د وېش په اړه سروې کېږي، ترڅو راستانه شوو مستحقو مهاجرو کورنیو ته ورکړل شي
۱۴۴۷/۹/۱۴
فراه ولایت کې د دایمي مېشتېدو ولایتي کمېټې رسمي غونډه د دغه ولایت د محترم والي الحاج مولوي محمد حافظ مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې، د بېلابېلو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و، چې په کې د کور او ښار جوړولو ریاست، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست، د فراه رود فرعي سیندیزې حوزې ریاست، د کلیو د بیراغونې او پراختیا ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست، د ټولګټو ریاست، ښاروالۍ او د استخباراتو ریاست شامل وو.
د غونډې اجنډا چې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال له لوري مطرح کېده په کې، تصمیم ونیول شو چې د راستانه شوو مستحقو مهاجرو کورنیو لپاره د ۱۰۸ بابه کورونو د وېش او تثبیت په اړه باید د اسنادو تر بشپړې ارزونې وروسته د اصولو او طرزالعمل له مخې سروې ترسره شي او مستحقو کورنیو ته دې وسپارل شي.
په دغه غونډه کې، د محمداباد ښارګوټي د سړک جوړولو او جغل اچولو پروسې په اړه تصمیم ونیول شو، چې د بیا رغونې کمېټه دې د یاد ښارګوټي له نږدې ارزونه وکړي، د موجوده وضعیت او بنسټیزو اړتیاوو په اړه دې خپل تفصیلي راپور چمتو او له ولایتي کمېټې سره شریک کړي.
ټینګار پر دې و، چې ټولې پرېکړې دې د شفافیت، عدالت او اصولو په رڼا کې عملي شي څو مستحقې کورنۍ پر وخت له اسانتیاوو برخمنې شي او د ښارګوټو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره لازم ګامونه پورته شي.
