د کابل ښار اوولسمه ناحیه کې یو ځل بیا د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو
۱۴۴۷/۹/۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي له سړک څخه تر خیرخانې کوتل پورې د عامه سړک او پلي لارو په حریم کې د ناقانونه او خپلسرو ودانیو، هټیو، ورکشاپونو، رستورانتونو او نورو سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو مخنیوی وشو.
دغه اقدام د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شو.
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تر دې وړاندې اړوندو مالکینو ته په رسمي ډول خبر ورکړی و، څو په ټاکلې موده کې خپل ناقانونه جوړښتونه اصلاح یا تخلیه کړي، خو هغوی چې عملي اقدام یې نه و کړی، چارې یې مُهر او لاک شوې.
پردې سربېره څرګنده شوه چې د عامه سړک ښي لوري ته یو شمېر هغه هټۍ چې مخکې مُهر او لاک شوي وې، بېرته یې ناقانونه فعالیت پیل کړی و، چې د امنیتي مسؤلینو او اړوندې حوزې په همکارۍ یاد فعالیتونه یو ځل بیا ودرول شول او له سرغړوونکو څخه لیکلې ژمنې واخیستل شوې.
د دغو اقداماتو اساسي موخه د ښار جوړولو د قوانینو او مقرراتو پلي کول، د غیر منظمې ګڼې ګوڼې مخنیوی، د منظور شوو پلانونو سره سم د پروژو دقیق تطبیق او په ښار کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو د پراختیا مخنیوی دی.
