د نیمروز ولایت د ښاري وضعیت د ارزونې په موخه د تخنیکي پلاوي ناستې او ساحوي څارنې ترسره شوې
۱۴۴۷/۹/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پر پراختیایي پروژو د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ، د دغه وزارت د ښآري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم په نیمروز ولایت کې له بېلابېلو مسؤلو ادارو سره کتنې او تخنیکي ارزونې ترسره کړې.
تللي تخنیکي پلاوي د زرنج ښار د شپږمې او اوومې ناحیې د عمومي وضعیت، د ښاري پلانونو د سرغړونو، د تخنیکي کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ او د ښاري مقرراتو د تطبیق د بهیر د ښه والي په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل.
دغه راز په لومړنیو موندنو کې، پلاوي راپور ورکړ، چې د اړوندو مدیریتونو کړنې یې و ارزولې، ثبت شوې سرغړونې یې وڅېړلې او د ولسوالیو د تفصیلي پلانونو د تطبیق څرنګوالی هم وارزاوه.
د ښاري سرغړونو دوه پېښې تشخیص شوې دي چې مرکز ته نه وې راپور شوې؛ خو په دواړو قضیو کې د سرغړونکو پروژو د درولو قانوني کړنې ترسره شوي او د پلان خلاف فعالیتونو مخه نیول شوې ده.
د ارزونو له مخې، نیمروز ولایت پنځه (۵) ولسوالۍ لري: د چهاربرجک ولسوالۍ ، د چخانسور ولسوالۍ ، د کنگ ولسوالۍ ، د خاشرود ولسوالۍ ، د زرنج ښار (د ولایت مرکز) او ټولې ولسوالۍ تفصیلي پلانونه هم لري.
