په سرپل ولایت کې د یو سوداګریز مارکیټ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت په لومړۍ ناحیه کې، د مرکزي سوداګریز مارکیټ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د مارکیټ د ودانۍ د پایو سیخ بندي بشپړه شوې، د دویم پوړ قالب بندي روانه وه او ټول کارونه د تصویب شویو پلانونو سره سم په منظم ډول پر مخ وړل کېږي.
د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار وکړ، چې د پروژې هره مرحله د معیاري ساختماني اصولو او پلانونو سره سم څارل کېږي، څو د مارکیټ ودانیزې چارې په معیاري او شفافه توګه بشپړې شي.
