په فراه ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
۱۴۴۷/۰۸/۲۸
د فراه ولایت مرکز، د مهاجرینو په ښارګوټي کې د جامع جومات د اعمار پروژه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم لهخوا، د فراه ولایت د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو په حضور کې پیل شوه.
یاده پروژه د الغرافه مؤسسې په مالي همکارۍ، د ۴۰۰ متره مربع زیربنا په مساحت، د عصري تشنابونو په درلودلو سره د جومات د بنسټ ډبرې په ایښودلو سره پیل شوه.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، څو د پروژې ټول فعالیتونه د قرارداد، احجامو بل، نقشې او د انجنیري معیارونو په بشپړ رعایت سره په ساحه کې عملي کړي.
همدارنګه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د پروژې ټولې چارې به د انجنیري معیارونو سره سم او په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.
