د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي او اساسي سړک د جوړولو چارې د څلور سوه او پنځه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

org_admin
Thu, Feb 12 2026 4:32 PM
کابل- بګرام سرک پرانسته

۱۴۴۷/۸/۲۴

په هغه مراسمو کې چې له مخې یې د نوي کابل ښار اړوند د کابل بګرام د عمومي او اساسي سړک د جوړولو چارې پیل شوې په کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د دفتر رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان اسلامي امارت د ښاغلي رئیس الوزرا پیغام ولوست.

په دغه پیغام کې ښاغلي رئیس الوزرا هېوادوالو ته ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان زیربناء ته به اساسي پاملرنه وکړي او روانې چارې یې ښکاره بېلګه ده.

په پیغام کې راغلي و، چې ډېر ژر به نوي نورې مهمې او اقتصاد محوره پروژې پلي شي او هوډ یې څرګند کړ چې د اړتیا وړ سیمو کې به ښاري اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي له ټولو افغانانو غوښتنه کړې وه، چې چارو ته دې ژمن پاتې شي، او د خپل هېواد په ابادۍ کې دې بشپړه ونډه واخلي.

په دغه مراسموکې د کور او ښار جوړولووزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د نوي کابل ښار اړوند معلومات وړاندې کړي او زیاته یې کړه چې وزارت ژمن دی په تمامه معنا پرمختللی ښار جوړ شي.

نوموړي وویل، نوی کابل ښار په ۳۷۰ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې د اوسني کابل ښار یو نیم برابر لوی ښار دی.

ښاغلي بامیاني، په توله کې د نوي کابل ښار اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې بشپړې پانګونې ته چمتو دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، دغه پروژه په ملي او سیمه ییزه کچه ستره پروژه ده چې ورسره به سترې پانګونې او ابادۍ ته لاره هواره شي.

ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اسلامي امارت شعار نه، بلکې عمل ته ژمن دی، چې ښکاره بېلګه یې د همدغه سړک د جوړولو او د نوي کابل ښار د ابادۍ چارې پیلول دي.

نوموړي وویل، په دې سره به اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي، خلکو ته به د کار کولو زمینه برابره شي او خلک به د هوسا ښاري امتیازاتو څخه برخمن شي.

محترم وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل، دغه سړک د سږ کال لپاره د شپږ اعشاریه دوه کیلو متره په اوږدوالي او پنځوس متره عرض جوړېږي، چې ګام په ګام به پرمختګ وکړي او په ټوله کې یې اوږدوالی ۴۳ کیلو متره او عرض ۱۵۰ متره دی.

هغه له شته پراختیا ورکوونکو وغوښتل چې رسماً خپلې چارې پیل کړي، ژمنه وکړي او ټولې چارې د ورسپارل شوي پلان مطابق ترسره کړي.

په دغه مراسمو کې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر، د کابل – بګرام سړک جوړولو مهم وبلل او زیاته کړه چې یاد سړک د ټرانزیټي دهلیز اهمیت لري.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر له ټولو غوښتنه وکړه چې افغانستان کې فرصت برابر شوی او هر افغان کولای شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

نوموړي د کابل بګرام سړک د نوي کابل ښار د اساسي زیرباوو څخه یاد کړ، د ښآري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه یې هم خورا مهم وباله.

محترم اقتصادي مرستیال وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه اقدام مبارکي وویله او له ورته اقتصادي پرمختګونو څخه یې د ملاتړ خبره وکړه.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په تېرو دورو کې ابادي غیر پلاني ترسره شوې او اسلامي امارت اوس هڅې پیل کړي چې ټولې چارې د منل شوو پلانونو مطابق ترسره شي.

ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل، ډېر ژر به نورو ولایتونو کې هم اقتصادي پروژې پیل شي، چې خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وویل، د نوي کابل ښار اړوند کابل – بګرام سړک په اساسي شکل رغول کېږي چې ټولو برخو ته په کې پاملرنه شوې ده.

په دغه غونډه کې د اقتصاد وزارت محترم وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف وویل، اسلامي امارت شاوخوا ۶۰۰ اقتصادي پروژې پلي کړي، چې ځینې یې بشپړې، ځینې تر کار لاندې او د ځینو هغو یې تدارکاتي چارې روانې دي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ محترم تخنیکي مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر وویل، د نوي کابل ښار اړوند کابل بګرام سره به د کابل – ننګرهار سړک هم ونښلوي چې له مخکې یې لومړنۍ چارې پیل شوي دي.

نوموړي وویل، دغه سړک به سل متره وي، چې د کابل بګرام د سړک د پیل له نقطې سره به یې وصل کړي او یو ستر بدلون به رامنځته شي.

په غونډه کې د نوي کابل ښار اړوند پراختیا ورکوونکو شرکتونو هر یو، د اریوب سپین غر ساختماني شرکت، خاور ساختماني شرکت، اوکسین اریانا ساختماني شرکت، عمرزی ساختماني شرکت، رسول مصیر ساختماني شرکت او ګلډن سیټي ساختماني شرکت، په نوبت سره خپلې ژمنې بیان کړې، چې د منل شوو ملي او نړیوالو معیارونو او ورسپارل شوو پلانونو مطابق به چارې پر مخ وړي او په ټاکلي وخت به یې بشپړوي.

د افغانستان د اقتصادي ودې او پایدارې ښاري پراختیا لپاره د بنسټیزو زیربنایي پروژو تطبیق یو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.

په ځانګړي ډول، د سړکونو او ترانسپورتي شبکو پراختیا د اقتصادي فعالیتونو د چټکتیا، د پانګونې د جذب، د کارموندنې د زیاتوالي او د بازارونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا اساسي رول لري.

کابل – بګرام سړک د همدې لیدلوري له مخې د هېواد له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، چې کابل د شمالي ولایتونو او هوايي، صنعتي او سوداګریزو مرکزونو سره نښلوي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

3 months 2 weeks ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new