د کابل ښار د دیپلوماتیک ښارګوټي د احاطوي دېوال څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو پر بنسټ، او د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د نظارت ریاست د دوامدارې څارنې په لړ کې، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار کې د بهرنیو چارو د محترم وزارت اړوند د دیپلوماتیک ښارګوټي د احاطوي دېوال د اعمار او بیا رغونې پروژې څخه هر اړخیز تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د قالب کارۍ، سیخ بندۍ او د احاطوي دېوال پر سر د فلزي ستنو د نصب چارې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او ټاکل شوو معیارونو له مخې په منظم او معیاري ډول پر مخ روانې دي.
یاده پروژه د بهرنیو چارو د محترم وزارت تر چتر لاندې له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي،چې د دې پروژې نه د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيم دوامداره څارنه تر څو چارې د نقشې مطابق په معباري ډول سرته و رسیږي.
