د قطري استوګنیز ښارګوټي د پروژې تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۱
د کور او ښارجوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم په پنځمه ناحیه کې د قطري استوګنیز ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د یاد ریاست تخنیکي ټیم د قطري استوګنیز ښارګوټی له پروژې څخه، چې د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه، پنځمه ناحیه کې موقعیت لري، د دوامدارې څارنې په لړ کې لیدنه وکړه.
د څارنې پر مهال، د پروژې په بېلابېلو برخو کې د ساحوي چارو جریان روان و، چې پکې د مسجد شریف، د نجونو د ښوونځي، او د لومړي، دوهم او درېیم بلاک ساختماني چارې شاملې وې. دغه چارې د نجارۍ کارونه، د برېښنايي تجهیزاتو نصب، او د تشنابونو د لوازمو او تجهیزاتو نصب تر پوښښ لاندې نیسي.
د څارنې په ترڅ کې، د پروژې ساحوي انجنیرانو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو، او د کاري خوندیتوب اصولو سره سم پر مخ یوسي.
د کور اوښارجوړولو وزارت د ښاري نظم د تأمین، د ساختماني کیفیت د لوړولو، او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د هېواد په کچه د ټولو ساختماني او بنسټیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کوي.
