په سمنګان ولايت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۰۲
د سمنګان ولايت د تخنیکي او مسلکي ټيم لخوا د دې ولایت د اطلاعاتو اوکلتور رياست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه،
دا مهال د مسجد شریف د پایوو کانکريټ اچونه او همدارنګه د مسجد د فرش لپاره کانکريټ اچونې چارې ترسره کېږي، چې په دغو چارو کې ۱۲ تنه ماهر او غيرماهر کارګران مصروف دي. د پروژې د چارو پر جريان د کيفيت د ساتنې په موخه اړينې تخنيکي لارښوونې هم وړاندې شوې.
ياده پروژه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري تمويل او تطبيقېږي، چې د سمنګان ولايت د کور او ښار جوړولو ریاست يې د نظارت او مراقبت مسؤلیت پر غاړه لري.
