د خوست له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د پلان پر اهمیت خبرې وشوې
۱۴۴۷/۷/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او په دغه ولسوالۍ کې د پلان پر اصلاح او تطبیق یې خبرې وکړې.
راغلو مشرانو د ښاري پراختیا او کورونو په اړه خپلې غوښتنې او نظرونه شریک کړل او په دغه برخه کې یې د هکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پلانو پر اړتیا، اهمیت، د ځمکو استعمال او مدیریت خبرې وکړې.
ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، پلان د خلکو اوسنۍ او راتلونکې اړتیا ته په کتو جوړېږي، چې د ژوند هرې برخې او پړاو ته په کې پاملرنه کېږي، خو اشخاص او افراد په پام کې نه نیول کېږي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت د یو عسکر په حیث، افغانستان کې د مېشت ولسونو خدمت کوي، ترڅو خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شي، ښاري نظم او هویت وساتل شي او له بې نظمیو مخنیوی وشي.
محترم حقاني، اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارله چې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند د خلبیسات په نوم د ښارګوټي اصلاحي پلان د شل ورځو په موده کې بشپړ او د تطبیق لپاره دې یې وسپاري.
راغلو قومي مشرانو او مخورو خوښي څرګنده کړه او د پلان د تطبیق برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند پلانونه د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړوي، د ژوند هرې برخې ته په کې پاملرنه کېږي او په توله کې د ولسونو د هوساینې لپاره ترتیبېږي چې لازمه ده ولسونه یې د تطبیق برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
