په غزني ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۷/۱۱
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست په انګړ کې د یو مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د جومات د سنګ کارۍ چارې روانې وې، چې د تخنیکي ټیم له لوري وڅېړل شوې. یاد ټیم د کار د کیفیت د ښه والي په موخه قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې او سپارښتنې وکړې، تر څو پاتې چارې د منظور شوې نقشې او ودانیزو معیارونو سره سم پر مخ یووړل شي.
