د خوست مستوفیت د نوي مسجد له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۷/۰۹
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د خوست مستوفیت ریاست د نوي مسجد د ودانیزې پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو.
د نظارت پر مهال په ساحه کې د سنګکارۍ پر سر د حلقوي بیم د سیخ بندۍ او قالب بندۍ چارې د تطبیق په حال کې وې. د انجینري ټیم له خوا د ودانیزو کارونو د لا ښه والي او د کیفیت د لوړولو په موخه ساحوي انجینر ته تخنیکي نظریات او مسلکي لارښوونې شریکې شوې.
د یادې پروژې د ودانیزو چارو د دوامداره څارنې مسؤلیت د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او مراقبت انجینري ټیم پر غاړه دی، چې تر دې دمه چارې په ښه کیفیت او د منظور شوو تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي.
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه تاسیساتو د معیاري تطبیق او د ودانیزو چارو کیفیت د تضمین په موخه د بېلابېلو پروژو دوامداره تخنیکي نظارت ترسره کوي.
