کونړ کې ۲۰۰ بستریز روغتون د کانالیزاسیون سیستم څارنه وشوه
۱۴۴۷/۷/۶
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د نوي جوړیدونکي ۲۰۰ بستریز روغتون د کانالیزاسیون سیستم د اوبو د کړکتیا ازموینه تر سره شوه، د څارنې پر مهال د سیستم د نصب او فعالیت کیفیت د منظور شوو نقشو او تخنیکي معیارونو سره سم و ارزول شو.
د کتنې په جریان کې د اوبو کړکتیا د هر ډول نشتون یا احتمالي ستونزو څارنه وشوه او د کانالیزاسیون د سیستم د فعالیت ثبات ډاډمن شو. د پروژې قراردادي شرکت ته لارښوونه شوې چې ټول کارونه د تخنیکي اصولو مطابق بشپړ او د روغتون د فعالولو لپاره آماده وساتي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د روغتیایي زیربنایي پروژو د کیفیت د تضمین او د خدماتو د دوام لپاره د تخنیکي څارنې پروسه په دوامداره توګه عملي کوي، څو ټولې پروژې د منظور شوو نقشو او معیارونو سره سم ترسره شي.
