د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو چارو مخه ونیول شوه او دروازې مهرلاک شوې
۱۴۴۷/۶/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د حکم پر بنسټ، د دغه وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د سره میاشت ښارګوټي د روانو ساختماني پروژو څخه څارنه وکړه.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه، څو ډاډ ترلاسه شي چې ساختماني چارې د ښاري اصولو، نافذه مقرراتو او منظور شوو پلانونو سره سم پر مخ روانې دی، او که سرغړونه شوې ده.
د ترسره شوو ارزونو پر مهال څرګنده شوه، چې یادې ودانۍ د تفصیلي منظور شوي پلان خلاف، د وزارت له جواز او اړینې ویزې پرته د جوړېدو په حال کې دي.
تر دې وړاندې هم څو ځله له یادې سیمې څارنه شوې وه، چې د پروژو مالکینو ته یې هدایت ورکړل شوی و، چې له اصولو خلاف ساختماني چارې ودروي؛ اما له مکررو سپارښتنو او پوهاوي سره سره یې غیر پلاني ودانیز فعالیتونو ته دوام ورکړی وو.
د پخوانیو هدایتونو د نه پلي کېدو او د سرغړونو د دوام له امله، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د پنځمې امنیتي حوزې په همکارۍ، یادې ودانۍ په بشپړه توګه مهر او لاک کړې او د قانوني بهیر تر بشپړېدو او وروستۍ پرېکړې پورې یې ټولې ساختماني چارې ودرولې.
دا اقدام د وزارت د حکم د تطبیق، د ښاري نظم د ټینګښت، د ساختماني سرغړونو د مخنیوي او په راتلونکي کې د احتمالي ښاري ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د نورو ولایتونو سربېره د کابل ښار په ټولو ناحیو کې هر اړخیزه څارنه کوي او دغې چارې ته به دوام ورکوي.
