په سانچارک ولسوالۍ کې د استنادي دیوال له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۲۵
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم دپراختیايي پروژو د څارنې کمیټې او د حوادثو د مبارزې د ریاست استازي د سانچارک ولسوالۍ د قریه اوقاف کلان سیمه کې د استنادي دیوال د ودانیزې پروژې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي رئیس وویل، د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې په ځینو برخو کې د کار کیفیت د تخنیکي معیارونو سره سم نه دی، چې د اصلاح لپاره یې اړوند ادارې ته څو مشخصې لارښوونې ورکړل شوې دي.
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په منظم ډول د پراختیايي پروژو څارنه کوي ترڅو ټولې ودانیزې چارې د ملي ساختماني معیارونو، تخنیکي اصولو او منظمو نقشو سره سم ترسره شي.
