د مرافعې محکمې درې اوطاقونه بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول
۱۴۴۷/۰۶/۱۰
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روحالله ابو احمد وايي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې اړوند د درې بابه اوطاقونو څخه رسمي نظارت ترسره کړی دی.
ښاغلي ملا ابو احمد وویل، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم د مرکز ترینکوټ په مرافعې محکمه کې د یادو درې اوطاقونو د کارونو ارزونه ترسره کړه. د څارنې پرمهال څرګنده شوه چې ټول ساختماني کارونه په بشپړ ډول ۱۰۰ سلنه پای ته رسېدلي دي.
د نوموړي په خبره، یاد درې بابه اوطاقونه په رسمي ډول اړوندې ادارې ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شول. د دغو اوطاقونو ډیزاین او براورد د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ترسره شوي وو.
په ترینکوټ ښار کې د مرافعې محکمې د درې اوطاقونو ساختماني کارونه د کور او ښار جوړولو ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې په بشپړ ډول ترسره او په رسمي توګه یادې ادارې ته وسپارل شول.
