د سرای شمالي نه تر خیرخانې کوتل پورې د سړک وضعیت وڅارل شو
۱۴۴۷/۶/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس انجنیر احمد جاهد لیوال په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د سرای شمالي او خیرخانې کوتل ترمنځ د سړک د وضعیت د ارزونې لپاره ساحې ته ولاړ او د سړک عمومي حالت یې له نږدې وڅېړه.
ښاغلي شهاب لیوال وویل، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې د سړک عرض د پلان له معیارونو سره برابر دی او د کابل ښار د اصلاح شویو سړکونو له شبکې سره مطابقت لري.
دغه مسیر د شمالي ولایتونو او کابل ښار ترمنځ د تګ راتګ یوه مهمه او ګڼې استفادې لرونکې لار ده، چې په وروستیو کلونو کې پرې د وسایطو د زیاتېدو له امله د ترافیک فشار لوړ شوی دی.
د نوموړي په خبره، ټیم څرګنده تخلف ونه موند، خو ټینګار یې وکړ چې د سړک کارونه لا بشپړ نه دي او پاتې برخې یې باید چټکې او معیاري بشپړې شي، څو پر دې مهمه لاره د ترافیکي ستونزو مخه ونیول شي او د تګ راتګ لاره نوره هم ښه شي.
د سرای شمالي او خیرخانه مسیر د پلازمېنې په ترافیکي جوړښت کې اساسي رول لري او د شمالي ولایتونو د مسافرو او سوداګریزو لارو لپاره یوه مهمه تګلاره ګڼل کېږي. وزارت هوډ لري چې د دې لارې څارنه دوامداره وساتي او ټولې نیمګړتیاوې په وخت اصلاح کړ.
