په هرات ولایت کې د کرنې ریاست اړوند ودانیو د بیا رغونې لومړنی تخنیکي براورد ترسره شو
۱۴۴۷/۰۵/۲۴
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د رباط سنګي او انجیل ولسوالیو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خدماتي مدیریت ودانیو د بیا رغونې لپاره لومړنی تخنیکي برآورد ترسره کړی دی.
ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، دا برآورد د یاد ریاست په غوښتنه او د کور او ښار جوړولو ریاست د لارښوونې پر اساس د اړوندې ادارې له استازي سره په ګډه ترسره شوی دی، ټیم د ودانیو مختلف برخو څخه لیدنه وکړه او د زیانمنو شوو نقاطو د ترمیم اړتیاوې یې ثبت کړې.
د یادې سروې موخه د زراعتي ودانیو فزیکي وضعیت ارزونه، د ترمیم اړتيا لرونکو برخو پېژندنه، او د کرنې د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپېریال برابرول دي، همدارنګه، د راتلونکو ترمیماتي چارو د دقیق تطبیق لپاره اړوند عکسونه، اندازهګیرۍ او موقعیتي معلومات ثبت شوي دي.
