په بامیان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هموارۍ چارې و څارل شوې
۱۴۴۷/۰۵/۲۱
د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د خط اچونې او هموارۍ له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي انجنیر امان وویل، د یاد ښارګوټي د سړکونو د جوړولو چارې د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې پرمخ ځي.
د نوموړي په خبره، د بامیان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ښارګوټی د مرکز په جر خشک سیمه کې د ۴۲۰ جریبه ځمکې په مساحت جوړېږي، چې ټولټال ۳۸۱ استوګنیزې نمرې لري، د یاد ښارګوټي موخه د راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو لپاره د معیاري استوګنې چاپېریال رامنځته کول دي.
