په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۵/۱۴
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت د مقام د مسجد شریف له ودانیزو چارو د پرمختګ له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، دا مهال د مسجد شریف د دیوالونو د خښتو کار روان دی. قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د خښتو له ایښودلو وړاندې، خښتې په کافي اندازه اوبه کړي او مناسب رطوبت وساتي، تر څو د جوړښت کیفیت خوندي پاتې شي.
همدارنګه، ټینګار وشو چې د خښتو د مصالحو په ترکیب کې د بیکیو مشخصات په دقت مراعات شي، او د کانکریټ د بنسټونو او دیوالونو د کیورنګ پروسه په سمه توګه ترسره شي.
په پای کې، مولوي عبدالجبار یاسیني د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د بیتالمال د چارو په امانت دارۍ، صداقت او مسلکي ژمنتیا سره د یادې پروژې چارې پر مخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه تاسیساتو د کیفیت د خوندیتوب او معیاري پرمختګ لپاره د دوامداره تخنیکي څارنې پروګرامونه عملي کوي.
