د کور او ښار جوړولو وزیر په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي کې له روانو چارو څارنه وکړه
۱۴۴۷/۵/۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د عام المنفعه تأسیساتو د جوړېدو له چارو څارنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین او یو شمېر نورو مسؤلینو هم د وزیر صاحب ملتیا کوله.
محترم مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ښارګوټي د چارو د لا اغېزمنتیا، د کیفیت لوړوالي او د خدماتو د چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
نوموړي څرګنده کړه، وزارت یې ژمن دی چې د مهاجرینو د ښاري ستونزو د حل، د دایمي اوسېدنې په موخه د ښارګوټو ډیزاین او د ژوند د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د ښارګوټي دننه نمرې سره له نورو اسانتیاوو ډیزاین کړي او پر اړمنو مهاجرو یې ووېشي.
په ورته وخت کې نوموړي په دغه ولایت کې د روغتیایي محصولاتو د کیفیت کنترول لابراتوار لپاره د جوړېدونکي تعمیر له چارو هم لیدنه او ارزونه وکړه.
محترم وزیر اړوندو مسؤلینو ته د چارو پر کیفیت، معیار او اصولو په پام کې نیولو ټینګار وکړ او دا چې پروژه باید په ټاکلي وخت سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې ورسپارل شوې چارې په خپل وخت، بشپړ کیفیت او معیار سرته ورسوي او هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
