د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې د انتقال د بدیل په اړه خبرې وشوې

org_admin
Wed, Oct 22 2025 1:49 PM
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۰۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو، صنعتي پارکونو رئیس، د کابل ښاروالۍ استازی، د ځمکو، اوبو او برېښنا ادارې استازي او د کور او ښار جوړولو وزارت انجینرانو ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې لومړی د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د صنعتي پارکونو رئیس د صنعتي پارکونو او د ۷۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په اړه معلومات وړاندې کړل او د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې غوښتنه یې وکړه. همهاله، ګډونوالو خپلې نظریې او وړاندیزونه د یادې موضوع په اړه شریک کړل.

وروسته د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په  هېواد کې د صنعت د ودې او پراختیا لپاره د سوداګرو او پانګوالو لپاره زمینه برابرول مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) حکم باید د صنعتي کارکوونکو او پانګووالو لپاره په کابل ښار کې عملي شي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د جامع ملي پلان رئیس محترم انجنیر رحمت الله قدیري په مشرۍ هیئت چې د اراضۍ استازی، د کابل ښاروالۍ، اوبو او برېښنا ادارې او د سوداګرۍ وزارت  استازي پکې شامل وي، د پلچرخي صنعتي پارک د ۷۰۰ جریبه ځمکې ساحه له نږدې اوګوري او خپل راپور د موضوع د څرنګوالي په اړه وړاندې کړي.

 همدارنګه د اراضۍ استازی موظف شو چې د کابل ښار د سپینو ځمکو اړوند لیست د ۷۰۰ جریبه صنعتي پارک د بدیل جوړولو لپاره په راتلونکې ناسته کې شریک کړي.

دا اقدام د هېواد د اقتصادي ودې، پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، او د صنعتي پارکونو د پراختیا لپاره د پلان جوړلو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، ترڅو په کابل ښار کې د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره معیاري او قانوني ځمکې چمتو شي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

8 months ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new