په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود وایي، اړوند تخنیکي ټیم یې د میدان ښار د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی محمد مسعود وایي، د ترانسپورټي ترمینل د چاپېریالي دېوال پر سر د اغزن تار د نصبولو چارې روانې وې، چې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې څارنه وکړه.
نوموړی وایي، د قرار دادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې، څو چارې د نقشې او ټاکل شوو احجامو سره سم پرمخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د ترانسپورټي ترمینلونو، ښاري پروژو او زیربنایي تاسیساتو د معیاري کولو او اغېزناکه تطبیق لپاره د څارنې او تخنیکي ارزونې پروګرامونه پر مخ وړي.