د چارو ادارې له استازو سره د حمایوي پروسو پر تثبیت او پېژندنه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۳/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له محترمو استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د حمایوي (اداري او خدماتي) پروسو د تثبیت او پېژندنې په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.
راغلو استازو وویل، په پام کې ده چې په مرکز او ولایتونو کې د امارتي وزارتونو او ادارو د حمایوي پروسو اداري پړاونه ساده او اسانه شي، ترڅو په تدارکاتي، مالي او اداري برخو کې اسانتیاوې او پرمختګونه رامنځته شي.
دوی وویل، په دې سره به د هېواد اقتصاد وده پیدا کړي، پراختیایي پروژو ته به په وخت بودیجه ورکړل شي، شته ستونزې به حل شي او پېچلتیاوې به له منځه لاړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د موضوع اهمیت او اړتیا ته په کتو په دغه برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ، او زیاته یې کړه چې دا اقدام به د حمایوي پروسو په چارو کې اغېزمن او ګټور ثابت شي.
د نورو اقداماتو ترڅنګ به په دغه چاره کې، د اړوندو ادارو ترمنځ ګډه تخنیکي کمېټه جوړېږي د حمایوي پروسې پر وړاندې شته خنډونه، ننګونې، د قوت او کمزورتیا ځایونه به په نښه کېږي او د اوږدپړاوه او پېچلو مواردو د ترسره کولو په ځای به لنډې او اسانه طرحې وړاندې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته او اغېزمن پرمختګونه ترسره شي.