په کابل کې د برېښنايي شبکو د تخنیکي څارنې پر مهال څلور سرغړونې ثبت شوې

۱۴۴۷/۰۳/۰۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د هوتخیل سرګروپیت د برېښنا د دولسم جنکشن شبکې څخه د څارنې بهیر ترسره کړ.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، په دې بهیر کې د برېښنا د بېلابېلو برجونو لکه د استیشن برج، پایې برج، حاجي رسول برج، د افغاني دستګاه برج، د ترکانو کمپ برج، حاجي رحمت برج، هوتخیل برج، سلطان بابا برج، د قلعه وال نوی برج او سلیمان خیل برج څخه څارنه ترسره شوه.
د نوموړي په خبره، د څارنې پر مهال تخنیکي ټیم په ټولیز ډول څلور سرغړونې ثبت کړې چې د توزیعي ټرانسفارمرونو په شاوخوا کې د حفاظتي جال (فنس) نشتوالی په سلیمان خیل او سلطان بابا برجونو کې، د 400v شبکې د کیبلونو د حریم نه رعایت، د 34 او 22 په نوم د برېښنايي کیبلونو د حریم نه رعایت چې د ختیځ سب استیشن څخه تغذیه کېږي او د ونو تماس د 400v شبکې سره.
د ښاري سرغړونو ریاست ټینګار کوي چې د برېښنايي شبکو د معیاري تطبیق او د ښاریانو د خوندیتوب لپاره د قوانینو او تخنیکي اصولو رعایت اړین دی او دغه ډول څارنې به دوام وکړي څو د کابل په ښار کې د زیربنایي شبکو د خونديتوب او معیاري پرمختګ ډاډ ترلاسه شي.