فراه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د ښاري سرغړونو د تخنیکي ټيم لخوا د فراه ښار د بیلابیلو ناحیو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، د لیدنې پر مهال له څو ودانیزو پروژو څخه لیدنه وشوه چې د دوی ټولې چارې د تفصیلي پلانونو او د تایید شوو نقشو سره سم روانې وې، او هېڅ ډول سرغړونه پکې ونه موندل شوه.
د نوموړي په خبره، د ښاري سرغړونو ریاست دنده ده چې د ښارونو په پراختیا کې د قوانینو او پلانونو د سمې پلي کېدو څارنه وکړي او هغه جوړښتونه چې د ښار جوړولو اصول او پلانونه تر پښو لاندې کوي، مخنیوی ترې وشي.
د یادولو وړ ده چې د ښاري سرغړونو مخنیوی نه یوازې ښاري ښکلا او نظم تضمینوي، بلکې د ښارونو د اوسېدونکو ژوند ته هم مثبت تاثیر لري او د ټولنې هوساینې ته لاره هواروي.