د میدان وردک ولایت د ترمینل پروژې د کارونو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۰۹
د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیفالعمر وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د ترمینل پروژې د چارو څخه څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د احاطې دېوال له پاسه د آبرېزې کانکریټ اچونه جریان لري او د کانکریټ ټسټونه او نمونې هره ورځ اخیستل کېږي.
د نوموړي په خبره، یادې څارنې د کار د کیفیت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي او قراردادي شرکت لازمې سپارتنې وشوې تر څو پاتې چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت تر سره کړي.