په جوزجان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۲۷
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي فیضان وویل، یاد مسجد شریف چې په دوه پوړیزه، اساسي او پخې بڼې اعمارېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري تمویلېږي.
د نوموړي په خبره، په څارنه کې ټینګار وشو چې ټول ساختماني کارونه باید د نقشې، د کار د احجامو د براورد، تدارکاتي شرطنامې او انجنیري نورمونو سره سم تطبیق شي.
د یادولو ده، د پروژې تطبیقوونکي ساختماني شرکت مسئولینو ته لازمې لارښوونې وشوې، او د ټاکل شوې کمېسیون له لوري د پروژې د لا ښه والي او موثریت لپاره یو لړ تخنیکي نظریات هم وړاندې شول.