د لغمان ولایت مرکز کې د دارالمعلمین سړک له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۳
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یوه ګډ هیئت په ملتیا، د مرکز اړوند د دارالمعلمین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، په یادې ساحه کې د سړک د ډکولو (فیلنګ) کارونه روان وو، او د څارنې پر مهال د شرکت مسؤل انجنیر ته هدایت ورکړل شو چې د رغنیزو چارو لپاره دې د کیفیت لرونکي ساختماني مواد ساحې ته راوړي، تر څو ټولې چارې د نقشې او تخنیکي احجامو (BoQ) مطابق، په معیاري ډول ترسره شي.
نوموړي وویل د خپل تخنیکي ټيم په ملتیا هڅه کوي چې له ټولو پروژو تخنیکي څارنه وکړي او د کیفیت نه ټیټې کچې کار ته به اجازه ورنه کړل شي.