په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د یاد مسجد شریف له ودانیزو چارو پرله پسې توګه څارنه ترسره کېږي، ترڅو چارې د نقشې او تخنیکي اصولو سره سم پرمخ ولاړې شي.
د نوموړي په خبره، په پروژه کې مسؤل شرکت ته اړینې لارښوونې وشوې او تمه ده چې چارې به د ټاکلي وخت په اوږدو کې بشپړې شي.