لوګر کې د صلاحالدین ایوبي ښوونځي ته نوې معیاري ودانۍ جوړه شوه

۱۴۴۶/۱۱/۲۲
د لوګر ولایت د مرکز اړوند د صلاحالدین ایوبي په نوم لومړني ښوونځي زدهکوونکي به نور د زړو او نا مناسبو ټولګیو پر ځای، په یوه عصري، مجهزه او معیاري ودانۍ کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.
لوګر ولایت کې د کور اوښ ار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، یاده ودانۍ چې د یوې نړیوالې مرستندویې مؤسسې په مالي ملاتړ سره جوړه شوې، ټول پرې درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.
ښاغلی مولوي زاهد وایي، د ساختماني چارو پیل یې تېر کال شوی و، چې اوس یې چارې په بشپړه توګه پای ته ورسېدې.
نوموړی وایي، یاده ودانۍ ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، یو مجهز د غونډو تالار، کمپیوټر لېب، ساینسي لابراتوار، د لمریزې برېښنا سیستمونه، د اوبو ذخیره، د لاس مینځلو ځایونه، سپورتي میدان، شنه ساحه، پلې لارې، احاطوي دېوال، تشنابونه، غرفې، سپتیک چاټ او نور ضروري ملحقات لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت انجینري مسلکي ټیم د یادې پروژې له پیل څخه تر پایه پورې له ساختماني چارو څخه منظم نظارت کړی، څو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او ساختماني اصولو رعایت باوري شي.
دا پروژه به د زدهکړې چاپېریال ته ستر مثبت او اغېزمن بدلون راولي او سلګونه ماشومانو ته به د زدهکړو مناسب فرصتونه برابر کړي.