شپږ موضوعات په دولسمه رهبري ناسته کې وڅېړل شول

۱۴۴۶/۱۱/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز او د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو دولسمه رهبري ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند په شپږو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
افغان مهاجرو ته د ځمکو د وېش او د ملکیت سند ورکړه، فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د کټه قلعه بازار تفصیلي پلان جوړول او نوی بازار رامنځته کول، د اماراتو ښارګوټي کې له پنځوس سلنې د کمو اقساطو ورکړه، میدان وردګ ولایت کې د لوجستیک پارک او (۲۳) استوګنیز بلاکونه او کم منزل او زیات منزلو ودانیو جوازونو په اړه خبر اترې وشوې.
د پورته ذکر شوو موضوعاتو په تړاو اړوندو ریاستونو او معینیتونو خپل خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د برخلیک ټاکلو په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د هېواد په کچه ټولې پروژې په ښه کیفیت او اغېزمنې ګټې اخیستنې سره سرته ورسوي.