د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) د مقبرې د پروژو په اړه ناسته وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، د مرحوم امیرالمؤمنین رح د مقبرې د پروژو لپاره د تللي هئیت خبرې واورېدې.
ساحې ته تللي هیئت خپل را پور او موندنې شریکې کړې، چې پروژې په کوم وضعیت کې دي او څنګه کېدای شي پرمختګ وکړي.
دوی خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم مقام سره شریک کړل او د لارښوونې غوښتنه یې وکړه.
په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارله، چې یو تخنیکي ټيم سیمې ته واستوي او د سروې او نورو تخنیکي مواردو په تړاو چارې پیل کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې پروژې په معیاري ډول او باکیفیته سرته ورسېږي او په راتلونکي کې د کوم زیان احتمال ونه لري.