جوزجان ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي خط اچونه ترسره شوه

۱۴۴۶/۰۹/۱۹
جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه خط اچونه پیل کړه.
ښاغلی ملا فیضان وایي، د خط اچونې په مهال د یاد ولایت محترم والي قاري ګل حیدر شفق او د نورو اړوندو ادارو مسؤلینو هم شتون درلود.
نوموړی وایي، د شبرغان ښار په لوېدیځه برخه کې یاد ښارګوټی په دوه زره (2000) جریبه ځمکه کې جوړېږي چې، په خبره یې د ځمکې انتقال چارې یې ترسره شوي دي.
د یاد ښارګوټي لپاره توپوګرافي نقشه هم جوړه شوې چې، اوسمهال یې د خط اچونې چارې پیل شوې.
محترم ملا عبدالله فیضان وایي، دغه ښارګوټي کې (1598) نمرې شاملې دي او نورې هغه برخې هم په پام کې نیول شوي چې د یو ښارګوټي اوسېدونکي ورته اړتیا لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي په چوکاټ کې د نمرو د ترتیب چارې ګړندۍ کړي دي.