په نیمرز ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۶/۸/۲
په نیمروز ولایت کې د حج او اوقاف ریاست اړوند د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې د کوراوښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم لخوا و څارل شوې.
د نیمروز ولایت د کوراوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې پروژې د کمپکشن او د پایو د کانکریټ اچونې چارې روانې وې، چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو د دې پروژې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.
د کوراو ښار جوړولو وزارت مسلکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د ادارو په غوښتننه د اداري تعمیرونو له ودانیزو چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.