په فراه ولایت کې د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې
۱۴۴۶/۷/۱۵
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د خصوصي زده کړو د موسسې د تلوونکې دروازې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي استقلال وویل، د دې دروازې د تهداب سیخ بندي، د پذیرش او د امنیتي ساتونکو د خونو د سنګکارۍ له چارو څارنه تر سره شوه او قراردادي شرکت ته شپارښتنه وشوه تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت کې تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.