فاریاب ولایت کې په زرګونه جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۶/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې فاریاب ولایت کې څلور زره (4000) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، له دغې سروې موخه دا وه، چې په دولت اباد ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره یو منظم ښارګوټی جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د بې سرپناه مهاجرینو لپاره په (۳۴) ولایتونو کې د ښارګوټو جوړولو لپاره پر زمینې برابرولو اخته دی.