ارزګان کې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان له تطبیق څارنه وشوه

۱۴۴۶/۶/۱۰
ارزګان کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا یې ارزګان ولایت کې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان د تطبیق له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلی ملا ابو احمد وایي، دغه کاریز د ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري، چې په خبره یې پلان یې پلي شوی او دمګړۍ د لیول یا هوارولو چارې روانې دي.
نوموړی وایي، د یاد کاریز پاتې چارې به هم ژر بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
هغه وایي، د دغه کاریز په ګټې اخیستنې سره به زیات شمېر خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او شته ستونزې به یې حل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ټولګټو پروژو د پلي کولو له چارو څارنه کوي او هڅه کوي چې خلکو ته اسانتیاوې او د کار کولو زمینې برابرې شي.