ننګرهار ولایت کې د مهاجرینو لپاره د یو ښارګوټي سروې ترسره شوه

۱۴۴۶/۰۶/۰۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې ننګرهار ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي سروې بشپړه کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، دغه ښارګوټی د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د توبوګرافي سروې یې وشوه.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د مهاجرینو د دغه ښارګوټي مساحت (5626.967) جریبه ځمکه ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست کار کوونکي په ټولو ولایتونو کې د اړوندو ځمکو په سروې اخته دي او دوام لري.