په جوزجان ولایت کې د لیلې دښتې د شهیدانو د مسجد شریف چارې و څارل شوې
۱۴۴۶/۶/۱
په جوزجان ولایت کې د لیلې دښتې د شهیدانو د مسجد شریف ودانیزې چارې روانې دي چې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم لخوا یې چارې و څارل شوې.
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د لیلې دښتي د شهیدانو د مسجد شریف احاطوي دیوال او د مسجد شریف نورې ودانیزې چارې و څارلې.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د کټارو او کړکیو نصب چارې بشپړې شوې دي او قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه تر څو چارې په ټاکلي وخت په معیار برابرې تر سره کړي.
