په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۴/۱۲
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست انجنیرانو په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، د ګډیالي کلي د روغتیایي کلینیک د تهداب د خط اچونې چارې د ګډ هئیت په شتون تر سره شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د ادارو د تعمیرلپاره نقشه طرحه او ډیزاین کوي وروسته یې چارو څارنه کوي.